پېښور 01ستمبر (اے پي پي) د چارسدې شبقدر تحصيل څخه د كالعدم تنظيم ځايې كمانډر نيولے شوے۔ پوليس په استخباراتي اطلاع په ميره كلي علي خاني بابا كښې چاپه وهلې وه۔د پوليس له مخې نيولے شوے كس نعمت د پلار نوم يې صفوان سهار وختي د كور څخه نيولے شوے ۔تورن د ترهه ګرۍ په بېلو دفعاتو كښې شبقدر تهاڼې او سي ټي ډي مردان ته پكار ؤ ٬د تورن څخه نورې پلټنې روانې دي