المان په كابل كښې د سفارتخانے بيا پرانستلو عنديه وركړه

دوحه 01 ستمبر (اے پي پي) د المان خارجه وزير هائيكو ماس د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د المان سفارتخانے بيا پرانستلو عنديه وركړې ده۔د المان نشرياتي ادارې له مخې په دوحه كښې هائيكو ماس ووئيل چې كه په سياسي توګه ممكن وه او امنيتي صورتحال اجازه راكړه نو كابل كښې د المان سفارتخانې بيا پرانستل پكار دي۔ده ووئيل چې په افغانستان كښې سفارتي عملے موجودګي ډېره ضروري ده۔د المان لخوا طالبانو سره مذاكرات روان دي٬د المان حكومت د طالبانو څخه په خاص توګه د بشري حقونو پاسدارۍ او د امنيت ضمانتونو غوښتنه كوي۔دا هم وئېلي شوي كه طالبانو ته مرستې كولو ضرورت وي نو هغوي له به د نړيوالې ورورولۍ په شرطونو عمل كول وي