ندن 01 ستمبر (اے پي پي) د برتانيې حکومت د افغانستان څخه انخلا په مهال شا ته پاتې شوي د برتانيې او اتحادی عسكرو سره كار كونكو افغانانو په محفوظ انخلا د طالبانو سره خبري اتري رواني دي۔ د فرانس خبر رسني اداري له مخې د برتانيې حكومت وياند د شورو په ورح خپل يو بيان كښې تصدیق کړې دې چې په دوحه كښې د طالبانو نمائندګانو سره خبرو اترو لپاره سنیئر افسر او سفارتکار سائمن ګاس د برتانيې نمائندہ مقرر کړې شوي۔ د برتانيې نمائندہ سائمن ګاس به په افغانستان كښې د برتانيې عسكرو سره كار كونكو افغانانو او برتانيې وګړو محفوظ انخلا په معامله د طالبانو سره ملاقات كوي۔