افغانستان څخه د اهلکارو په انخلا او سفارتی رابطو كښې د پاکستان معاونت او حمایت د ستائنې وړ دې، امریکا

سلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) امریکې وئيلي دي چې د افغانستان څخه د اهلکارو انخلا په اړه د امریکې پوځي آپریشن او سيمه كښې سفارتی رابطو كښې د پاکستان معاونت او حمایت د ستائنې وړ دې۔د شورو په ورځ د امریکې سفارت خانې د اړه جاري شوي يو ټويټ كښې وئيلي شوي چې افغانستان څخه د اهلكارو راوېستلو د امریکې پوځي آپریشن بشپړ شوې خو مونږ به په سيمه كښې خپلو سفارتی رابطو ته پام لرنه كوو۔امریکا په دې دواړه هڅو كښې د پاكستان معاونت او حمایت ستائي۔