د افغانستان څخه په انخلا كښې په مرسته د پاكستان مننه كوو۔د امريكې سېنېټر وان هولن د پاكستان سفير اسد مجيد سره خبرې

واشنګټن 31 اګست (اے پي پي)د امريكې سېنېټر كرس وان هولن د افغانستان څخه په انخلا كښې په مرسته د پاكستان مننه كړې۔په امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د افغانستان څخه د امريكې او اتحادي هېوادونو د وګړو په انخلا كښې په مرسته د پاكستان٬قطر٬متحده عرب امارات او نورو هېوادونو مننه كوو۔ده د دې عزم پخلې وكړو چې د افغانستان څخه د انخلا خوښي لرونكو ټولو وګړو به هر ډول مرسته كولې شي۔د پاكستان سفير اسد مجيد د ټوېټ له مخې ده د امريكې سېنېټر له د افغانستان څخه د غېر ملكي وګړو په انخلا بريفنګ وركړو او هغه يې په افغانستان كښې د سياسي روغې جوړې اهميت څخه خبر كړو۔د دې څخه وړاندې اسد مجيد د امريكې سېنېټر لنزے ګراهم سره هم خبرې اترې كړې دي۔سېنېټر لنزے ګراهم د امريكې او غېر ملكي وګړو په انخلا كښې د پاكستان كردار ستائېلو سره ووئيل چې د افغانستان مسئلې كوټلې حل لپاره د پاكستان په دې عمل كښې شموليت ته اړتيا ده