طالبانو سره د روابطو د لارې د مخلوط او د ميانه روۍ حكومت جوړول او د بشري حقونو احترام باوري كېدے شي، د افغانستان په يوازې پرېښودو نوے بحران رامخې ته كېدے شي۔ قامي سلامتيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر معيد يوسف د افغانستان په صورتحال څرګندونې

اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) قامي سلامتيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر معيد يوسف په نړيوالې ورورولۍ زور رواړے چې د افغانستان په معامله د ماضي د تېروتنو څخه د زده كړې كولو سره راوړاندې شئ، د افغانستان په يوازې پرېښودو نوے بحران رامخې ته كېدے شي٬ طالبانو سره د روابطو د لارې مخلوط او د ميانه روۍ حكومت جوړول او د بشري حقونو احترام باوري كېدے شي، نړۍ دې افغانستان څخه د كډوالو د هجرت او د ممكنه بشري بحران مخنيوي لپاره كار وكړي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د افغانستان صورتحال په اړه خپل بيان كښې كړي ۔ معيد يوست د افغانستان كشالې تاريخي پس منظر، د امريکې پشمول د نړيوالو طاقوتونو كردار او پاكستان ته د افغان شخړې په سبب رسېدونكې زيانونه او قربانۍ رامخې ته كړې۔ ده ووئيل د 90 په لسيزه كښې هم پاکستان د افغانستان كشالې حل لپاره بشپړه مرسته كړې او په منطقه كښې امن لپاره ئې قربانۍ وركړې خو افغانستان كښې د اوږد جنګ٬ ناامنۍ او د كډوالو راتګ له امله رامخې شوو لويو مسئلو ته پاکستان نه يوازې تنها پرېښودلے شو بلكې د دې نه پس پرې بنديزونه هم ولګولے شول۔ ده ووئيل افغانستان تباهۍ سره مخ ٶ په كومو حالاتو كښې چې طالبان رامخې ته شول۔ معيد يوسف ووئيل په ماضي كښې د نړيوالو قوتونو لخوا پاکستان او افغانستان تنها پرېښودل يوه لويه غلطي وه چې په سبب ئې په افغانستان كښې خلاء راپېدا شوه او د دې خلاء د القاعده غوندې تنظيمونو ګټه پورته كړه ۔ ده ووئيل د نائن اليون نه پس هم د پاکستان مسئلې زياتې شوي ، د امريکې د بريد نه پس د كډوالو فشار يو ځل بيا په پاكستان راغلو، د پاکستان مسئلې نورې زياتې شوې او په دې مهال چې كله پاکستان له لويديزې پولې ته پام ګرځولو ته ضرورت ٶ په ختيزه پوله هند هم خپل نقل و حركت زيات كړو چې په سبب ئې پاكستان په ختيز او لويديزو پولو مصروف كړے شو، په دې صورتحال كښې د هند په كردار پوهېدو ته اړتيا ده چې دوي مصنوعي بحران ولې راپېدا كړو۔ ده ووئيل امريكا او اروپا د ترهګرۍ په صد جنګ كښې د پاکستان د قربانيو نه خبر ده۔ ده ووئيل د 50 لكه افغان كډوالو پاكستان ته راتګ سره عسكريت خوښو او جنګيالو هم خپله لاره جوړه كړه او پاكستان د يو داسې جنګ برخه شو چې ورسره ئې هېڅ تعلق نه ؤ ، په دې جنګ كښې پاكستان خپل 80 زره نه زيات وګړي قربان كړي او معيشت ته ئې 152 اربه ډالره زيان رسېدلے، د نړۍ كوم بل هېواد هم دومره زيان نه دې زعملے٬ ګرد هېواد كښې د زرګونو په شمېر پوځي عمليات شوي۔معيد يوسف ووئيل پاكستان ته د 20 كالو راهسې د پولې پورې غاړې ترهګرۍ مسئله رامخې ته ده٬ هم دا وجه ده چې پاكستان په افغان پوله د ازغن تار لګولو خبره وكړه خو امريكې پكښې خوښي ونه لرله او د افغانستان لخوا د دې مخالفت وكړے شو٬ مونږ په باضابطه توګه د ويزه نظام خبرې كوٶ٬ خو د افغان واكدارانو لخوا د دې مخالفت كېدو۔ده ووئېل دې څخه اندازه لګېدې شي چې د مسئلو حل له څوك سنجيده دي او څوك نه۔ معيد يوسف ووئيل مونږ نړۍ ته وائيو چې د يو عام افغان لپاره افغانستان سره رابطه وساتي ٬ افغانستان كښې مخلوط حکومت، د افغانستان صورتحال له مخې د بشري حقونو احترام، د بحران څخه بچ كېدو لپاره ګورننس او د معاشي سپورټ او په نړيواله كچه معاشي منصوبه بندي پكار ده۔ دا موقع د لاسه وركول پكار نه ده ځكه چې د طالبانو لخوا په صحيح وخت كښې صحيح ځواب رامخې ته شوے ۔ده ووئېل ھغوي قانوني جواز غواړي٬ دې لپاره زمونږ په خيال دا موقع ده چې دوي سره رابطې جوړې كړې شي، هيله لرو چې دې رابطو سره به خامخا څه امكان راپېدا شي۔ ده ووئيل په نړيواله ورورولۍ كښې هر كس دا وائي چې د كډوالو راتګ ته چمتو پاتې كېدل پكار دي نو ولې نړۍ د افغانستان مقروض نه ده چې په هېواد كښې د انساني بحران او د كډوالو د تګ لاره ونيولې شي٬ مونږ افغانانو سره په ګډه د دې بحران مخنيوي لپاره كار ولې نه كوٶ دغسې چې دا خبره باوري كړې شي چې صورتحال د قابو نه بهر نه شي۔ د افغانستان څخه د انخلاء پحقله ده ووئيل كه نړۍ افغانستان تنها پرېښودو نو د دې په نتيجه كښې به هلته امنيتي خلاء رامخئ ته شي او نړيوالو ترهګرو ته به هلته د وجود موندلو موقع په لاس ورشي٬ كه د ګورننس بحران راپېدا شو نو معيشت به هم بحران سره مخ شي، په دې صورتحال كښې ممكنه ده چې نوے جنګ پېل شي او غېر قانوني معيشت به وجود ومومي او د دې په نتيجه كښې به يقيناً انساني بحران راپېدا شي۔ ده ووئيل طالبانو سره د روابطو د لارې مخلوط او د ميانه روۍ حكومت جوړول او د بشري حقونو احترام باوري كېدے شي، افغانستان تنها پرېښودو سره نوے بحران رامخې ته كېدے شي او د يو نوي انساني بحران څخه ډډه كېدې شي