د سپين په ابيزا جزيره كښې كشتۍ ګټ سره ټكر شوه٬ د لس كلنه ماشوم پشمول 25 كسان ژوبل

مېډرډ30اګست (اے پي پي)د سپين په ابيزا جزيره كښې كشتۍ ګټ سره ټكر شوې چې په نتيجه كښې ئې د لس كلنه ماشوم پشمول 25 كسان ژوبل شوي۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې كشتۍ كښې د سان ګوان جزيره ابيزا څخه جزيره فورمنترا ته روانه وه چې ګټ سره ټكر شوې۔ ژوبل شوي كسان روغتون ته منتقل كړې شوي۔ ځائي چارواكو او د المان اېف آر اېس كمپنۍ د پېښې تصديق كړے۔ په كشتۍ كښې 35 مسافر او د عملې 12 كسان موجود وو