كابل30 اګست (اے پي پي)د كابل په هوائي ډګر د ګل په ورځ سهار ګڼ شمېر توغندي توغولې شوي او امريكائې عسكرو د خپلو وګړو او اتحاديانو د انخلا عملروان ساتلے ۔د فرانسيسي خبري اژانس ادارې له مخې د ګل په ورځ سهار د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د توغندو تېرېدو غږونه اورېدلې كېدل۔د سپينې ماڼۍ پرېس سېكرټري جين ساكي ووئيل د امريكې صدر جوبائيډن ته د كابل د هوائي ډګر پلو د توغندو په بريد بريفنګ وركړے شوے چې پكښې هغه ته وئېلي شوي په افغانستان كښې د امريكې انخلا د عملياتو نه بغېر روانه ده۔د فرانسيسي خبري اژانس ادارې له مخې چين ساكي د ګل په ورځ په يو بيان كښې ووئيل صدر په دې موقع د وړاندې څخه د وركړو احكاماتو پخلے كړے چې امريكائې سر تېري دې د افغانستان څخه د انخلا پھ مهال د امريكائې عسكرو تحفظ له هڅې يو په دوه كړي