واشنګټن ۔30اګست (اے پی پی) د امريكې خارجه وزير وئيلي دي افغانستان څخه د ستنېدو عمل ورستيو پړاؤنو ته رسېدلے دے۔ افغانستان كښې د اقداماتو په اړه د بېلو هېوادونو د خارجه وزيرانو ورچوئل غونډه نن د ګل په ورځ كېږي۔ هغه دا هم وئيلي دي خپلو همكارانو سره د دې غوندې كوربتوب به امريكا كوي۔ دې غونډه كښې د كاناډا ٬ فرانس ٬ المان ٬ اطاليا ٬ جاپان ٬ برطانيه ٬ تركي ٬ قطر اروپائي ائتلاف او د ناټو استازي ګډون كوي۔ دا غونډه د 20 كلن اوږد افغان جنګ او د طالبانو په كابل د قبضې نه دوه اونۍ وروستو او افغانستان څخه د امريكائي انخلا حتمي نېټې نه يوه ورځ وړاندې كېږي كومه كښې به چې د سباؤن په تګلاره غور كولې شي۔ امريكائي خارجه وزير ووئيل د غونډې په اخر كښې به ګډون كوؤنكې تر دې دمه افغانستان كښې د شوو هلو ځلو نه خبرولې شي۔