کابل۔29اگست (اے پی پی)د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد وئيلي دي چې مسؤولې ادارې د مېرمنو او وګړو حقونو تحفظ لپاره ضابطه اخلاق وضعه كوي۔ خوېندو او انجونو لپاره به د منلو وړ او با عزته پالیسی ورکړؤ ، په دې برخه کښې به ټولې پرېکړې د حکومت له جوړښت وروسته وشی۔ د اتوار په ورځ پي ټي وي سره خصوصي خبرو كښې هغه ووئيل د مېرمنو سفري او كاروباري ضابطې لا نه دي وضعه كړې شوې ٬ په دې لړ كښی به مشرتابه د ټولو اړخونو خيال ساتي۔ د نوې نظام په ځائې كېدو نه وړاندې د مېرمنو په تګ راتګ كوم بندېز نشته۔ دا مهال ټولې بې بنسټه ډنډورې بايد شاته كړؤ۔ مسوؤلين د مېرمنو او وګړو حقونو تحفظ له ضابطه اخلاق وضعه كولو كښې بوخت دي ٬ د نوی حکومت له جوړولو وروسته به په دې برخه کښې ټولې پرېکړې ترسره شی