پاكستان پريميئر فټ بال ليګ كښې نن د ګل په ورځ نور دوه مېچونه كېږي

اسلام آباد۔29اګست(اے پی پی) د پاکستان فټ بال فېډریشن ترسېوري لاندې روان 13م پاكستان پریمیئر فټ بال لیګ كښې دوه مېچونه نن د ګل په ورځ قاسم باغ فټ بال ستېديم كښې كېږي۔ په اولني مېچ كښی به د پاكستان واپډا مقابله يونائېټډ سره د شپې 8 بجې او دويمه مقابله به د پاكستان آرمي او پاكستان نېولي لوبډلو ترمينځه د شپې 10 بجې كولې شي۔ په دې ليګ كښې ټولې 12 لوبډلې برخه اخلي كومو كښې چې خان ریسرچ لیبارټریز (کے آر اېل)، پاکستان آرمی، سوئی سدرن ګیس کمپنی، پاکستان ایئر فورس، پی سی سی اے، مسلم کلب چمن، پاکستان نیوی، پاکستان واپډا، سوئی نادرن ګیس پائپ لائنز،لائل پور اېف سی، کراچی یونائیټډ اور هما کلب اسلام آباد لوبډله شامل ده۔