هند ٬ د كورونا وائرس وبا خپرولو تور سره مخ د تبليغي جماعت 12 غړې بې ګناه وګرځولې شؤ

نوې ډيلې ۔29 اګست(اے پی پی) د هند اترپردېش رياست كښې د بريلي ضلعې يو عدالت د كرونا وائرس خپرولو په تور كښې نيولې شوې د تھائي لېنډ 9 او د تامل ناډو رياست دوه غړو په شمول د تبليغي جماعت 12 غړي د كوټلي ثبوتونو نه رامخې ته كېدو په بنياد بې ګناه ګرځولو سره د هغوي د خوشې كولو امر كړے دے۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې تېر كال د مارچ مياشت كښې د نوي ډيلي په نظام الدين مركز كښې شوې يوه لويه غونډه كښې د انډونيشيا او تھائي لېنډ په شمول د هند د يو شمېر رياستونو د تبليغي جماعت غړو ګډون كړے ؤ۔ د غونډې ختمېدو نه وروسته كورونا وبا خبره شوې وه او په دغه غونډه كښې ګډون كوؤنكي د تبليغي جماعت يو شمېر غړي نيولې شوي وو۔ د غونډې په منتظيمنو تور دا لګولے شوې ؤ چې په غونډه كښې ځينو كورونا وائرس ځپليو ګډون كړے كوم چې منتظمينو پټ كړې وو۔ پوليس د تبليغي جماعت غړو په ضد مقدمه درجه كړه كومو كښې چې د تھائي لېنډ 9 او د تامل ناډو دوه غړي شامل وو۔ د كېس سماعت د هائي كورټ په هدايت برېلي عدالت كښې وكړے شو۔ دفاعی وکیل ملن کمار ګپتا د تبلیغی جماعت غړي بې ګناه ګرځولو سره د دوئي په حق كښې دلائل وړاندې كړل۔ عدالت د كوټلې ثبوتونو نه ترلاسه كېدو په بنياد تېره ورځ د تھائي لېنډ د 9 او تامل ناډو 2 غړو په شمول 12 وګړي بې ګناه ګرځولو سره د هغوي د خوشې كولو امر وكړو