د سېنېټ د خارجه چارو قائمه کمېتۍ ان کیمرا غونډه به په 01 ستمبر کيږي، د افغانستان په موجودہ صورتحال به غور كولې شي

اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي) د سېنېټ د خارجه چارو لپاره د قائمه کمېټۍ ان کیمرا غونډه به په 01 ستمبر د شورؤ په ورځ كيږي۔ د سېنېټ سیکرټریټ له مخي په غونډه كښې به افغانستان په موجودہ صورتحال غور كولې شي او د دې به په پاکستان د ممکنه اثرات جاج اخستلے شي۔په غونډه كښې به خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی نه علاوه د کمېټۍ غړي او اړوند چارواكي ګډون كوي۔ د سېنېټ د خارجه چارو قائمه کمېتۍ چیئرپرسن شیری رحمان به د غونډي مشري كوي۔ افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل په اوسنۍ غونډه كښې د هند د اړخه پاکستان د ګډون كولو څخه منع كولو پشمول په پاکستان د تورونو لګولو معامله او په دې د پاکستان غبرګون هم د غونډي په ايجنډا شامل دے۔غونډه به د پارلېمنټ هاؤس په كمېټي روم نمبر 1 كښې كېږي