شیرانی، د صوبائي وزير شېخ جعفر خان مندو خېل د ترهګرو بريد سخته غندنه

شیرانی۔28 اګست(اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ نون مركزي لارښود او پخواني صوبائي وزير شېخ جعفر خان مندوخېل زيارت ته نزدې په ليوېز اهلكارو د ترهګرو لخوا د شوي بريد سخته غندنه كولو سره د شهيد شويو اهلكارو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې۔ شېخ جعفر خان مندون خېل پېښه كښې د اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه۔ هغه ووئيل قام د ترهګرۍ په ضد يو موټې دے۔ زمونږ حوصلې مضبوطې دي۔ هغه پېښه كښې د ژوبل شويو اهلكارو زر روغتيا له دعا هم وكړه۔