پاكستان فټ بال فېډرېشن د عرفان الله خان ترين په مړينه خواشيني اوښودله

اسلام آباد۔28 اګست(اے پی پی) د یونائیټډ فټ بال لوبډلې چيف اېګزېكټو رائے انتخاب علي او صدر رانا محمد اشرف خان د پاكستان فټ بال فېدرېشن پخواني سېكرتري جنرل كرنل (ر) مجاهد الله ترين ورور او د آرمي فټ بال لوبډلې پخواني كپتان (ر) عرفان الله خان ترين په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ هغه دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي