كابل كښې د نورو چاؤدنو خبر بې بنسټه دے۔ طالبان

کابل ۔27 اګست (اے پی پی) افغان طالبانو كابل ښار كښې د جمعې په ورځ د نورو چاؤدنو په اړه خبر بې بنسټه ګرځولو سره وئيلي دي د زيارت په ورځ حامد كرزئي نړيوال هوائي ډګر نه بهر دوه چاؤدنې شوي ۔ افغان طالبانو خپل يو بيان كښې وئيلي دي د امن وضعه په قابو كښې ده او د هوائي ډګر نه چار چاپېره د طالبانو سېكورټي اهلكارو شمېره زياته كړې شوې ۔ تېره ورځ چاؤدنو كښې ژوبل شوو ته د درملنو ټولې ممكنه آسانۍ وركولې شي۔ دې سره سره د چاؤدنو په اړه پلټنې هم رواني دي او طالبان مشرتابه د ټول صورتحال جاج اخلي۔ د طالبانو لخوا چاؤدنو كښې د مړو او ژوبل شوو شمېرې په اړه هېڅ نه دي وئيلې شوې۔ بياهم طالبانو وئيلي دي په دې لړ كښې ميډيا زر تر زره د تازه صورتحال نه خبر كړې شي۔ بيان كښې دا هم وئيلي شوي په مړو شوو كښې په هوائي ډګر وظيفه ترسره كوؤنكي 25 نه زيات طالبان اهلكار هم شامل دي۔ بلخوا امريكائي چارواكو په طالبانو د كابل هوائي ډګر نه بهر د امنيت انتظاماتو نه كولو تور لګولے ۔ په پنج شېر وادۍ كښې پناه اخستونكي پخواني افغان صدر يو بيان كښې امريكائي انتظاميه د دې ټول صورتحال قصورواره ګرځولې ۔ طالبانو په كابل هوائي ډګر د چاؤدنو د لارې د عامو وګړو په نخښه كولو سخته غندنه كړې۔ د افغان لوكل ميډيا له مخې د حكومت نشتوالي له امله روغتونونو كښې د ډاكټرانو او نرسانو كمے دے