باجوڑ۔27 اګست (اے پی پی) په باجوړ ضلع كښې يوه بله شخړه د اصلاحي جرګې د هڅو د لارې په سوله ايز ډول هواره كړې شوې۔ د سعيد مياں ولد رحمت ګل مياں او داود خان ولد پائينده خان ترمينځه څو ورځې وړاندې جھګړا شوې وه۔ د دوي ترمينځه روغه جوړه كولو لپاره د اصلاحي جرګې چيئرمېن او پخواني ډپټي كمشنر سيد احمد جان په خپله مشرۍ كښی 10 كسيزه جرګه جوړه كړه په كومه كښې چې حاجي سيد بادشاہ، حاجی نعیم اللہ خان، حاجی طلاح محمد، ملک غلام حیدر خان،ملک محمدی٬ شاہ ملک وزیر، سید قاسم جان، حاجی عبد الرحیم او حاجی محمد شامل وؤ۔ دغس ېجرګې د پرله پسې مشاورت نه وروستو فريقېن صلحې ته تيار كړل۔ په دې موقعه سيد احمد جان ٬ سيد بادشاه ٬ نعيم الله خان او وزير حاجي د فريقېن مننه وكړه