واشنګټن 26 اګست(اے پی پی)د امريكې خارجه وزير انټوني بلنكن وئېلي دي د افغانستان څخه د امريكائي وګړو د وتلو عمل روان دے خو ګرين كارډ لرونكې د انخلا په عمل كښې نه راځي۔د امريكې ابلاغ ذريعو له مخې انټوني بلنكن تېره ورځ د انخلا په اړه يو خاص پرېس بريفنګ په مهال واضحه كړې چې ګرين كارډ لرونكې د انخلا په عمل كښې نه راځي او امريكائي وګړي هغه كسان دي چا سره چې د امريكې پاسپورټ موجود وي۔ده ووئيل ضرورت له مخې په هوائي مېدان موجود امريكائي چارواكي د طالبانو سره رابطه كوي او كومو خلكو سره چې قانوني دستاويز موجود دي هغوي ته تر هوائي مېدان د راتللو اجازه وركوي