د هند ايئر فورس مګ 21 الوتكه رانسكوره شوه

نوې ډيلې 26 اګست(اے پی پی)د هند ايئر فورس يوه مګ 21 جنګي الوتكه د راجستهان په بارمير ضلع كښې رانسكوره شوې ۔د كشمير مېډيا سروس له مخې دا پېښه د صدر تهاڼې په حدود بهورتيا كلي سره نزدې رامخې ته شوې٬ دغسې پائېلوټ د خپل ځان په بج كولو كښې كامياب شوے۔د هند دفاع وزارت يو وياند ووئيل الوتكه د شورو په ورځ د معمول پرواز په مهال د فني خرابۍ له امله د پېښې ښكار شوې۔ده ووئيل په دې اړه د كورټ آف انكوائرۍ حكم وركړے شوے۔