ډبلن۔26 اګست(اے پی پی) د آئرلېنډ او زمبابوے كركټ لوبډلو ترمينځه د درې ټي – 20 مېچونو سيريز اولنے مېچ نن د جمعې په ورځ كلونټرف كركټ كلب ګراؤنډ ٬ ډبلن كښې كېږي۔ د زمبابوے كركټ لوبډله به د آئرلېنډ دورې په مهال د 5 ټي – 20 مېچونو سيريز كوي۔ د شېډول له مخې د آئرلېنډ او زمبابوے ترمينځه د ټي – 20 سيريز د اګست 27 مې نېټې څخه پېل كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دويم مېچ به په 29 اګست ٬ درېم په 1م ستمبر ٬ څلورم په 2 م ستمبر او 5م او وروستے مېچ به په 4م ستمبر كېږي۔ د سيريز اولني دوه مېچونه به ډبلن او وروستي درې مېچونه به بريډي مېن كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د ون ډے سيريز اولنے مېچ به په 8 م ستمبر ٬ دويم په 10م ستمبر او درېم او وروستے مېچ به په 13م ستمبر كېږي۔ درې واړه مېچونه به په بېلفاسټ كښې كېږي۔