د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان سره د اېنټي ناركاټېكس فورس ډي جي جنرل غلام شبير ناريجو ملاقات

پېښور ۔25 اګست(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان سره د اېنټي ناركاټېكس فورس ډي جي مېجر جنرل غلام شبېر ناريجو د شورؤ په ورځ ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات كړے۔ غلام شبير ناريجو ګورنر د صوبې په تعليمي ادارو كښې د نشه ائ توكو او ډرګ صورتحال څخه خبر كړو۔ ګورنر په تعليمي ادارو كښې د ډرګ او نشه ائ توكو مخنيوي له د فعاله قانون سازۍ په حاجت زور راوړلو سره ووئيل تعليمي ادارو كښې د نشه ائ توكو كارولو بشپړه خاتمې له به اے اېن اېف سره په ګډه د قانوني اړخونو جاج اخستلے شي۔ د نشه ائ توكو مخنيوي له به پوهنتونونو ٬ كالجونو او سكولونو څخه وړاندېزونه غوښتلے شي۔ هغه ووئيل د سباؤن د خاوندانو په تعليم او تربيه به كومه سودا ونه كړې شي ۔ هغه ووئيل د خپلو كوچنيانو غوره سباؤن په هر صورت باوري كول دي