نیلا 25 اګست (اے پي پي) د فلپائن صدر روډریګو ډوټرټے په راروانو ټاكنو كښې د نائب صدر په حېث د برخي اخستو اعلان كړے ۔د چین ميډيا له مخي 76 كلن فلپائن صدر ډوټرټے په ټی وی قام ته وينا كښې ووئيل د خپلي 6 كلني صدارتي مودې په ختميدو به راروان كال مئي (2022 ) كښې په كيدونكو ټاكنو كښې د نائب صدر په حېث برخه اخلم۔ډوټرټے د رارواني مودي په مهال د نائب صدر د ګوند توثیق قبول کړے ۔ ډوټرے د مئی 2016 به ټاكنو كښې صدر ټاكلے شوے ؤ۔ د فلپائن د قانون له مخي صدر او نائب صدر جلا جلا ټاكلے کیږي، كه صدر مړ شي يا نااهل شي نو نائب صدر صدارت لپاره راړوندې كيږي۔