
واشنګټن 25 اګست (اے پي پي) د امريکې د کېليفورنيا رياست په ځنګلونو كښې په لګيدلي اور تر اوسه قابو نه دے موندلے شوے چې پكښې 455 كورونه سوځېدلي ۔ د ځائي ميډيا له مخې اړوندو چارواكو وئيلي دي د اور په سبب 184 مربع ميل زمكه سوځېدلې او 455 ګورونه وېجاړ شوي ۔ چارواكو ووئيل اور طاهو تالاٶ ته رسېدلے او د دې څخه 17 زره كورونو او نورو تنصيباتو ته خطر رامخې ته دے ۔ د يادونې وړ ده د فائر فائيټر 14 زره كسان د اور په مړ كولو كښې بوخت دي۔ راپور له مخې سږ كال د جولائي په 13مه نيټه د لګېدلې ډكسي اور څخه د شمالي كېليفورنيا 1142 مربع ميل سيمه سوځېدلې وه او په دې كښې 1262 ودانۍ هم سوځېدلې وې