
کابل24اګست (اے پي پي) د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په سپينو ټكو وئيلي دي د غېر ملکي ځواكونو د انخلاء نېټه به نه پراخا كېږي، امريکائې او نور غېر ملكي ځواكونه دې د لوظ له مخې په ټاكلې موده كښې د افغانستان څخه ستنېدل بشپړ كړي٬ د امريكائي ځواكونو تر 31 اګست د انخلاء بشپړېدو په صورت به خپله نوې لائحه اعلانوٶ، غواړو چې د حكومت جوړولو عمل زر بشپړ شي٬ په دې لړ كښې سياسي مشاورتي عمل په كاميابۍ سره روان دے، مسئلې د خبرو اترو د لارې هوارولو له هڅې كوٶ٬ ټولو افغانانو لپاره د عامېمعافي په اعلان بشپړعمل كوو٬ هيله لرو چې د پنج شېر معامله به د خبرو اترو د لارې حل شي او د جنګ نوبت به نه راځي، د کابل هوائي مېدان لاره عامو وګرو لپاره بند ده٬ يوازې غېر ملكي هوائي مېدان ته تللے شي، د اړي ګړي نه دې ډډه وكړې شي، افغانان دې په هېواد كښې پاتې شي او د هېواد پرمختګ له دې مرسته وكړي، بانكونه، تعليمي ادارې او روغتونونه فعاله دي،په دولتي ټي وي او راډيو خپرونې پرله پسې خپرېږي٬ ټولې سفارتخانې محفظ دي٬ د غېر ملكي سفيرانو او د سفارتخانو امنيت باوري كړے شوے ، د افغانستان خاوره به نوره د كوم بل هېواد په ضد نه استعمالېږي، په هېواد كښې به هېڅ ډول د بشري حقونو خلاف ورزي نه كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د افغانستان پايه تخت كابل كښې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې كړې۔ ده ووئيل په دې ورورستيو څو ورځو كښې ګرد هېواد كښې د تشدد او وژنې يوه پېښه هم نه ده رامخې ته شوې٬ د كابل پشمول د هېواد په يوه برخه كښې هم د تشدد پېښه نه رامخې ته كېدل ډېره خوشبينه ده۔ ده ووئيل سياسي مشاورتي عمل په کاميابۍ سره روان دے ٬ غواړو چې د حكومت جوړولو عمل زر بشپړ شي۔ده ووئېل اولس دې په افغانستان كښې پاتې شي او افغانان دې د هېواد نه د بهر تللو په ځاے په افغانستان كښې د هېواد پرمختګ له همكاري وكړي ۔ ده ووئيل بانكونه، تعليمي ادارې او روغتونونه فعاله دي٬ د هېواد او اولس خدمت كوٶنكې ادارې فعاله كوٶ، ټولو بانكونو په خپلواكۍ سره كار پېل كړے ، اولس د بانكونو نه خپلېپېسې وېستلې شي٬ دغسې ټول روغتونونه په بشپړه توګه فعاله دي٬ د رنځورانو درملنه روانه ده٬ د كابل پشمول د هېواد په نورو برخو كښې طبي عمله د رنځورانو درملنه كوي۔ ذبيح الله مجاهد ووئيل د هېواد ټولې تعليمي ادارې هم خلاصې دي، زده كوٶنكي ښونځايو ته ځي، په افغانستان كښې دولتي ټي وي او د راډيو خپرونې پرله پسې خپرېږي، هڅې كوٶ چې په كابل كښې د ټرافېك په مسئلو زر قابو وموندلے شي۔ده ووئېل په افغانستان كښې ميډيا په بشپړه توګه خپلواكه ده۔ ده ووئيل د کابل هوائي مېدان لاره عامو وګړو لپاره بنده ده ٬ يوازې غېر ملكي هېوائي مېدان پلو تللے شي، غېر ملكيان كه افغانستان پرېښودل غواړي نو ممانعت نشته ۔ افغان وياند ووئيل د اړي ګړي نه دې ډډه وكړې شي٬ ټولو افغانانو وګړو لپاره د عامې معافۍ په اعلان بشپړ كاربند يو۔ده ووئېل ستړې كوٶ چې ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كړے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ذبيح الله مجاهد ووئيل ټول سفارتونه محفوظ دي٬ ټولو غېر ملكي سفيرانو له باور وركوٶ چې ھغوي په افغانستان كښې محفوظ دي او ورته هېڅ خطر نشته٬ د غېر ملكي سفيرانو او سفارت خانو امنيت باوري كړے شوے، غېر ملكي سفيرانو څخه هم هيله لرو چې ھغوي په افغانستان كښې خپلې هڅې د معمول له مخې دوامداره وساتي۔ ده ووئېل هيله لرو چې ټول هېوادونه به ډېر زر په كابل كښې خپلې سفارتخانې بيا خلاصې كړي۔ ده ووئيل د امريكائي ځواكونو تر 31 اګست د انخلاء بشپړېدو په صورت به خپله نوې لائحه اعلانوٶ، غواړو چې د حكومت سازۍ عمل زر بشپړ شي٬ په دې لړ كښې سياسي مشاورتي عمل په كاميابۍ سره روان دے۔ده ووئېل مسئلې د خبرو اترو د لارې هوارولو له هڅې كوٶ٬ ټولو افغانانو لپاره د عامېمعافۍ په اعلان كاربند يو٬ هيله لرو چې د پنج شېر معامله به د خبرو اترو د لارې حل شي د جنګ نوبت به نه راځي۔ ده ووئيل نوكر پېشه مېرمنو ته خواست كوٶ تر څو چې د دوي په ادارو كښې امنيت نه وي ټېنګ كړے شوے په كورونو دې پاتې شۍ، كله چې افغان طالبان بشپړ امنيت بحال كړي نو بيا به مېرمنې خپلو آدارو ته په آزادۍ سره تللې شي۔ ذبيح الله مجاهد ووئيل په افغانستان كښې ټول قامونه يو دي، مونږ له په ګډه د هېواد پرمختګ او خېرښګړې لپاره كار كول دي، افغانانو ته د پرله پسې كورنۍ جګړې څخه لوي زيان رسېدلے ، اوس مونږ پوخ امن غواړو۔ده ووئېل د افغانستان د نوي ملي اردو د تشكيل عمل روان دے كوم چې به ډېر زر بشپر شي، د افغانستان خاوره به نوره د كوم بل هېواد په ضد نه كارولې كېږي، افغانستان كښې به په هېڅ صورت د بشري حقونو خلاف ورزي نه كېږي، مونږ له زړې دښمنۍ تربګنۍ ختمولو سره امارات اسلامي افغانستان لپاره كار كول دي۔ده ووئېل افغان خاوره به په هېڅ صورت د ترهګرۍ مقاصدو لپاره كارولو له نه وركوٶ۔ د ملا عبدالغني برادر سره د سي آئي اے چيف ملاقات پحقله د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ووئيل زه د دې ملاقات په اړه خبر نه يم خو زمونږ اعلٰي قيادت سينئر امريكائي چارواكو سره ملاقات كړے او ھغوي سره د غېر ملكي ځواكونو د انخلاء په ډېډ لائن٬ د هوائي مېدان امنيت او سفارتي اړيكې ښه كولولپاره خبرې شوي دي