افغانان دې په هېواد كښې پاتې شي او د هېواد پرمختګ له دې مرسته وكړي ذبيح الله مجاهد

کابل24اګست (اے پي پي) د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په سپينو ټكو وئيلي دي د غېر ملکي ځواكونو د انخلاء نېټه به نه پراخا كېږي، امريکائې او نور غېر ملكي ځواكونه دې د لوظ له مخې په ټاكلې موده كښې د افغانستان څخه ستنېدل بشپړ كړي٬ د امريكائي ځواكونو تر 31 اګست د انخلاء بشپړېدو په صورت به خپله نوې لائحه اعلانوٶ، غواړو چې د حكومت جوړولو عمل زر بشپړ شي٬ په دې لړ كښې سياسي مشاورتي عمل په كاميابۍ سره روان دے، مسئلې د خبرو اترو د لارې هوارولو له هڅې كوٶ٬ ټولو افغانانو لپاره د عامېمعافي په اعلان بشپړعمل كوو٬ هيله لرو چې د پنج شېر معامله به د خبرو اترو د لارې حل شي او د جنګ نوبت به نه راځي، د کابل هوائي مېدان لاره عامو وګرو لپاره بند ده٬ يوازې غېر ملكي هوائي مېدان ته تللے شي، د اړي ګړي نه دې ډډه وكړې شي، افغانان دې په هېواد كښې پاتې شي او د هېواد پرمختګ له دې مرسته وكړي، بانكونه، تعليمي ادارې او روغتونونه فعاله دي،په دولتي ټي وي او راډيو خپرونې پرله پسې خپرېږي٬ ټولې سفارتخانې محفظ دي٬ د غېر ملكي سفيرانو او د سفارتخانو امنيت باوري كړے شوے ، د افغانستان خاوره به نوره د كوم بل هېواد په ضد نه استعمالېږي، په هېواد كښې به هېڅ ډول د بشري حقونو خلاف ورزي نه كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د افغانستان پايه تخت كابل كښې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې كړې۔ ده ووئيل په دې ورورستيو څو ورځو كښې ګرد هېواد كښې د تشدد او وژنې يوه پېښه هم نه ده رامخې ته شوې٬ د كابل پشمول د هېواد په يوه برخه كښې هم د تشدد پېښه نه رامخې ته كېدل ډېره خوشبينه ده۔ ده ووئيل سياسي مشاورتي عمل په کاميابۍ سره روان دے ٬ غواړو چې د حكومت جوړولو عمل زر بشپړ شي۔ده ووئېل اولس دې په افغانستان كښې پاتې شي او افغانان دې د هېواد نه د بهر تللو په ځاے په افغانستان كښې د هېواد پرمختګ له همكاري وكړي ۔ ده ووئيل بانكونه، تعليمي ادارې او روغتونونه فعاله دي٬ د هېواد او اولس خدمت كوٶنكې ادارې فعاله كوٶ، ټولو بانكونو په خپلواكۍ سره كار پېل كړے ، اولس د بانكونو نه خپلېپېسې وېستلې شي٬ دغسې ټول روغتونونه په بشپړه توګه فعاله دي٬ د رنځورانو درملنه روانه ده٬ د كابل پشمول د هېواد په نورو برخو كښې طبي عمله د رنځورانو درملنه كوي۔ ذبيح الله مجاهد ووئيل د هېواد ټولې تعليمي ادارې هم خلاصې دي، زده كوٶنكي ښونځايو ته ځي، په افغانستان كښې دولتي ټي وي او د راډيو خپرونې پرله پسې خپرېږي، هڅې كوٶ چې په كابل كښې د ټرافېك په مسئلو زر قابو وموندلے شي۔ده ووئېل په افغانستان كښې ميډيا په بشپړه توګه خپلواكه ده۔ ده ووئيل د کابل هوائي مېدان لاره عامو وګړو لپاره بنده ده ٬ يوازې غېر ملكي هېوائي مېدان پلو تللے شي، غېر ملكيان كه افغانستان پرېښودل غواړي نو ممانعت نشته ۔ افغان وياند ووئيل د اړي ګړي نه دې ډډه وكړې شي٬ ټولو افغانانو وګړو لپاره د عامې معافۍ په اعلان بشپړ كاربند يو۔ده ووئېل