د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا سره د سندھ ګورنر عمران اسماعيل ملاقات

کوئټه 23اګست (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا سره د سندھ ګورنر عمران اسماعيل په ګورنر هاٶس كوئټه كښې ملاقات كړے ۔ د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د صوبې په مجموعي صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې۔ دواړه مشران د صوبو تر مېنځه د اړيكو لا مستحكمولو سره سره د اولسي رابطو زياتولو ته صلاح شوي۔ په دې موقع د سندھ اسمبلۍ غړي سنجے ګنګواني او رابعه نظامي هم موجود وې