افغانستان كښې د ټولو ډلو څخه د تشدد مخ نيوي غوښتنه كوو ٬ د جامع حكومت جوړولو ملاتړ كوٶ۔ ايران

تهران23اګست (اے پي پي) د ايران خارجه وزارتد افغانستان ټولو ډلو څخه د تشدد مخ نيوي لپاره غوښتنه كولو سره وئيلي دي ايران په افغانستان كښې د جامع حكومت جوړولو ملاتړ كوي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د خارجه دفتر وياند سعيد خطيب زاده د خبري كنفرنس په مهال ووئيلافغانستان كښې ټولو سياسي ډلو له د تشدد نه ډډه پكار ده٬ د خبرو اترو د لارې د بحران حل لټولو لپاره دې كار وكړے شي ۔ ده ووئيل ايران په افغانستان كښې ټولو سياسي ډلو سره پرله پسې په تماس كښې دے او جامع حكومت جوړولو لپاره د اقتدار په سوله ايز ډول د منتقلۍ ملاتړ كوي ځكه چې بحران كوم پوځي حل نه لري۔ وياند ووئيل ايران هيله مند دےجې د غېر ملكي ځواكونو د وتلونه پس يو جامع حكومت جوړول به د يو محفوظ٬ مستحكم او سوكاله افغانستان جوړېدو سبب وګرځي