افغانستان كښې به د ټولو سياسي ډلو او د ځائي ورورولۍ نمائنده حكومت وي٬ په چا به جبر نه كېږي٬ د طالبانو لارښود خليل الرحمان حقاني پېنل مركه

کابل 23 اګست (اے پي پي) د طالبانو مهم لارښود خليل الرحمان حقاني په افغانستان كښې د يو جامع حكومت جوړولو په لړ كښې نړيوالې اندېښنې لرې كولو سره وئيلي دي اسلامي امارات افغانستان كښې به د ټولو سياسي ډلو او د ځائي ورورولۍ نمائنده حكومت وي۔ پي ټي وي٬ اے پي پي او پي بي سي ته په يو خاص پېنل مركه كښې خليل الرحمان حقاني ووئيل مونږ به نړۍ ته د اسلامي امارات افغانستان عملي صورت وړاندې كوٶ او د ټولو نه وړاندې به پخپل ځان شرعي قوانين نافذ كوٶ او بيا به دغه په اولس نافذ كوٶ۔ ده ووئيل په افغانستان كښې به په چا جبر نه كېږي خو ده حكومت لپاره كومه مناسب ډهچانه وړاندې نه كړه۔ ده ووئيل جامع حكومت جوړولو لپاره خبرې روانې دي٬مختلفو افغان مشرانو او كميونټيز سره خبرې اترېكوو او ھغوي طالبانو او امارات اسلامي افغانستان سره د خپلې وفادارۍ څرګندونه كوي٬ په کابل د طالبانو قبضې نه پس نړۍ اندېښنه لري چې د افغانانانو پخپل مينځ كښې د نوي حكومت اقتدار لپاره به جنګ پېل شي خو خليل الرحمان حقاني باور وركړٶ چې نړۍ دې په دې زياتهنه پرېشانه كېږي۔ ده ووئيل كله چې مونږ كابل ته راغلو نو مونږ پخواني صدر حامد کرزئي او د افغانستان پخواني چيف ايګزيکټو عبداﷲ عبداﷲ سره ملاقاتونهوكړل ٬ دا دواړه ېرېدل او هېواد ئې پرېښودو خو مونږ ورله باور وركړو چې ستاسو په ضد به كومه انتقامي كاروائي نه كېږي۔ خليل الرحمن حقاني ووئيل مونږ د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار سره هم ملاقات كړے او ھغه سره د امارات اسلامي افغانستان په اړه خبرې شوي۔ده ووئيل د ګل آغا شيرزئي ٬ مولانا شېرمحمد، پخواني سفير حضرت عمر زخېل وال سره هم ملاقاتونه شوي چا چې د ژوند بېلا بېلو څانګو سره د تعلق لرونكو كسانو يوه جرګه هم رابللې ۔ خليل الرحمان حقانيد پخواني صدر اشرف غني، د ھغه سلاحكارو ٬ د افغان ملي اردو مشرانو لپاره د عامې معافۍ اعلان كولو سره ووئيل دوي ته معافي وركړې شوې او اوس دې هر كس خپله ذمه واري او كردار تر سره كړي۔ ده ووئيل د اشرف غني ورور حشمت غني هم اسلامي امارات افغانستان لپارهد مرستې باور څرګند كړے۔ ده ووئيل په افغانانو د بهر څخه جنګ ورتپلے شوے او چا چې د افغانانو وروڼو تر مينځه تقسيم راپېدا كړے اوس ھغوي په افغانستان كښې هېڅ وجود نه لري۔ خليل الرحمن حقاني په افغانانو زور رواړو چې ھغوي هېواد نه پرېږدي او كومو خلقو چې هېواد پرېښودے ھغوي دې بېرته راشي او په قامي پرمختګ كښې دې برخه واخلي۔ ده ووئيل مونږ د پنجشېر قيادت سره هم ملاقات كړے او ټولو مشرانو سره په تماس كښې يو او اوس به په افغانستان كښې هېڅ قسمه اړے ګړے نه راپېدا كېږي۔ ده ووئيل مونږ د افغانانو او نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوٶ چې ھغوي خلق نه ېروي٬ يره ترخه او اړے ګړے د امارات اسلامي افغانستان بيانيه نه ده۔ په افغانستان كښې د غېر ملكي لاس وهنې پحقله ده ووئيل د افغانستان د تاريخ نه څرګنده ده چې مونږ كله د چا په وړاندې سر نه دے ټېټ كړے۔ ده ووئيل طالبانو په اتحاد ٬ نظم او ضبط كاميابي موندې او مونږ دښمن ته د جنګ په مېدان كښې د ماتې سره په سياسي مېدان كښې هم ماتې وركړې