
کابل۔23اګست(اے پی پی) افغانستان كښې په کابل هوایي مېدان د افغان ساتونکو او نامعلومه برید كوؤنكو ترمنځ د ډزو په تبادله کښې یو افغان ساتونکے مړ او درې نور ټپیان شوي۔ فرانسيسي خبر رسنې ادارې د المان پوځ ټويټ حواله وركوبو سره ووئيل د ګل په سهار د كابل هوائي مېدان په قطبي دروازه د نامعلومه بريد كوؤنكو او د افغان ساتونكو ترمينځه ډزې وشوې چې په نتيجه كښې ئې يو افغان ساتونكے مړ او درې نور ژوبل شول۔ په دې كارروائۍ كښې د المان او امريكائي ځواكونو برخه اغستله