د افغانستان په وضعه د جی۔ 7 هېوادونو مشرانو ورچوئل غونډه نن كېږي

لندن۔23 اګست(اے پی پی) د جی۔ 7 هېوادونو مشرانو د افغانستان په وضعه خبرو اترو له ورچوئل غونډه نن د اګست په 24 مه نېټه د نهې په ورځ كېږي۔ د برطانېی خبر رسنې ادارې له مخې د غونډې مقصد د افغانستان په صورتحال او د امريكائي وګړو او اتحاديانو د ستنېدو په عمل خبرې كول دي۔ د امریکې، فرانس، المان ، اطاليا ، کاناډا ، جاپان او برطانیې د جی۔ 7 هېوادونو غونډې مشري به د برطانېي وزيراعظم بورس جانسن كوي۔ د برطانېي وزيراعظم بورس جانسن تېره ورځ يو ټويټ كښې وئيلي دي دا ډېره ضروري ده چې نړيواله ورورولي افغانستان څخه په محفوظ توګه د ستنېدو عمل باوري كولو ٬ بشري بحران څخه بچ كېدو او د تېرو 20 كلونو په مهال د ترلاسه شوو كاميابو تحفظ په لړ كښې د افغان اولس مرستې له په ګډه كار وكړي۔