
اېبټ آباد23اګست(اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمود خان وئيلي دي د صوبې د ټولو ضلعوپرمختګ ته پام لرنه كوو ٬ ضم شوې ضلعې په پرمختيائي منصوبو كښې شاملې كړې شوي٬ د ميډيا ذمه واري ده چې د حكومت كاركردګي رامخې ته كړي ٬ وزيراعظم عمران خان د اصلاحات د لارې مثبت بدلون راوستے٬ ميډيا دې د مثبت تنقيد د لارې مسئلې رامخې ته كړي۔ محمود خان دا خبرې د ګل په ورځ خېبر پښتونخوا هاٶس اېبټ آباد كښې د اېبټ آباد پرېس كلب نوې ټاكلې كابينې د سوګند پورته كولو دستورې په مهال كړې۔ په دې موقع د صوبائي اسمبلۍ سپيكر مشتاق احمد غني او د اطلاعات صلاحكار کامران خان بنګش سره سره سيد احمد حسېن شاہ‘ د قامي اسمبلۍ غړےعلي خان جدون‘ پخوانے صوبائي وزير قلندرخان لودھي٬ سينئر چارواكي او د تحريك انصاف غړي هم موجود وو۔ د دې نه وړاندې وزيراعلٰې محمود خان د اېبټ آباد پرېس كلب نوې ټاكلې كابينې څخه سوګند واخست۔ په دې موقع د اطلاعات صلاحكار كامران بنګش هم دستورې ته وېنا وكړه۔ دغسې محمود خان د اېبټ آباد پرېس كلب لپاره د منظور شوي ګرانټ اتيا لكه روپۍ او د اېبټ آباد يونين آف جرنلېسټس لپاره د شل لكه روپو چيك هم وركړو