ملګرو ملتونو كابل څخه 120 كسان قازقستان ته منتقل كړل

اقوام متحدہ ۔23 اګست(اے پی پی)ملګرو ملتونو د افغانستان له پلازمینې کابل څخه 120 کسان قازقستان ته منتقل كړي۔ د چین د خبري اژانس وېنا له مخې د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر انتونیو ګوترېش ویاند سټیفن دوجارک وئيلي دي چې په دې مسافرو کښې د ملګرو ملتونو چارواکي او د یو شمیر غیر دولتي تنظيمونو غړي شامل دي كوم چې افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د همكارانو په حېث كار كوي۔ هغه ووئيل كابل څخه راغلې د ملګرو ملتنو دا اهلكار به الماتے كښې خپل كار ته دوام وركوي۔ وياند ووئيل ملګري ملتونه دا مهال د زرګونو په شمېر د خپلو اهلكارو او همكارانو حفاظت ته خاص پام ګرځولے دے او دې سره سره د لكھونو په شمېر افغان وګړو سره د بشري خواخوږۍ په بنياد مرسته كوي