په افغانستان كښې په ټولو سياسي ډلو مشتمل حكومت د وخت ضرورت دے۔ ګلبدين حكمت يار

کابل۔22اګست(اے پی پی) د حزب اسلامی مشر انجینیئر ګلبدین حکمت یار د افغان مسئلې سوله ايز او مذاكراتي حل لپاره د وزيراعظم عمران خان وختينے دريځ او هڅې ستائلو سره وئيلي دي په افغانستان كښې په ټولو سياسي ډلو مشتمل بشپړه حكومت د وخت ضرورت دے او هم داسې يو حكومت افغانستان كښې د نورې وينې تويدلو مخنيوي كولې شي او جنګ ځپلې هېواد ستونزو څخه بهر كولې شي۔ د اتوار په ورځ اے پي پي سره يوه خاص مركه كښې هغه ووئيل چې دوحه كښې د امن لوظنامې نه وروسته نوې حكومت جوړولو له ابتدائي مذكارات پېل شوي دي۔ هغه ووئيل افغانستان څخه د امريكا او ناټو پوځونو په بشپړه توګه ستنېدو نه وروسته به د ټولو ډلو ترمينځه مذاكرات پېل شي۔ هغه ووئیل چې د افغانستان ټول سیاسي مشرتابه باید سره راټول شي دغسې چې دا مسئله حل شي۔ هغه هیله وښودله چې ټولې مسئلې به د سیاسي خبرو له لارې حل كړې شي۔ ګلبدین حکمتیار ووئیل چې افغان اولس له اوږد جنګ او جګړې څخه ستړی شوې او غواړي خپل جنګ ځپلي هیواد ته سوله او ثبات راولي او د پرمختګ او بیارغونې لپاره په ګډه کار وکړي. هغه ووئیل چې افغانان عزم لري چې تېر هېر کړي او د چېلنجونو احساس كولو سره يو موټې شي او مخ په وړاندې لاړ شي۔ د مذاكراتو د ناكامۍ حوالې سره د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل زمونږ دښمن په افغان امن عمل منفي اغېز غورځولې شي ٬ بياهم امريكا او نور قوتونه افغانستان كښې د لاس وهنې كوم حق نه لري۔ يوازې افغان اولس د خپل هېواد د سباؤن د پرېكړې حق لري۔ د اوسني او پخوانیو طالبانو تر منځ د بدلون په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې د حزب اسلامي مشر ووئیل ټول افغانان پرله پسې جنګ زيات زيانمن كړي دي۔ دوئي د خپلو تېروتنو نه زده كړه كړې ده۔ هغه ووئیل په اوسنیو طالبانو کې مثبت بدلون راغلے دے. په افغانستان کې د هند د منفي رول په اړه هغه ووئیل چې تمه کیږي هند اوس په افغانستان کې مثبت رول ولوبوي او په دې لړ كښې خپلې پخوانۍ پالیسۍ ته بیا کتنه وکړي.هغه ووئيل هند افغانستان كښې د پخواني سوويت يونين يلغار ملاتړ كړے ؤ كوم چې د كميونسټو ملاتړ كوؤنكې او د مجاهدين خلاف ؤ۔ هغه ووئیل چې هند په افغانستان د ناټو د بریدونو ملاتړ هم کړے و. ګلبدین حکمتیار ووئیل چې هند باید د افغانستان په اړه خپلې پالیسۍ ته له سره کتنه وکړي او د افغانستان د سباؤن لائحې لپاره د افغانانو د پرېکړې ملاتړ وکړي. هغه ووئیل چې هند باید له پاکستان سره خپله شخړه افغانستان ته منتقل نه كړي۔ د افغانستان خاورې پراكسي جنګونو لپاره د كارو اجازه به ورنكړې شي۔ هغه ووئیل هيله لرؤ چې هند به افغانستان كښې د امن بحالۍ له د اولس د هڅو ملاتړ كوي۔