په افغانستان كښې د متوقع نوي حكومت تسيلمولو په معامله به مونږ نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه ګام پورته كوو۔ تركيه

انقره 20 اګست (اے پی پی)د تركيه خارجه وزير ميولود چاوش اولو وئېلي دي چې په افغانستان كښې د متوقع نوې حكومت تسليمولو په معامله به مونږ نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه ګام پورته كوو۔ په انقره كښې د افغانستان صورتحال په اړه مېډيا سره خبرو كښې چاوش اولو ووئيل په افغانستان كښې د تركيه ټولو وګړو سره مونږ رابطه كړې او د هغوي د طلب په بنياد مونږ هغوي هېواد ته بېرته راولو۔ ده ووئيل مونږ د انخلا په كار كښې د نورو هېوادونو هم مرسته كړې او ډېر هېوادونه زمونږ سره رابطه كوي۔