سرينګر 20 اګست (اے پی پی) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه عملياتو كښې د جمعې په ورځ په پلوامه ضلع كښې دوه كشميري ځوانان شهيدان كړي دي. د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو دا ځوانان د پلوامه په كهريو سيمه كښې د محاصرې او لټون عملياتو په مهال شهيدان كړي دي. تر وروستيو اطلاعاتو په سيمه كښې د قابض ځواكونو لخوا د لټون عمليات روان وو