د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد ته پېرزوينې وړاندې كړې

اسلام آباد 20 اګست (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد ته د شهادت په ورځ پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې راشد منهاس شهيد په ځوانې كښې خپل ځان په وطن قربانولو سره په خپله وېنه د عزم، همت او وفاشعارې روښانه تاريخ رقم كړے. د جمعې په ورځ په خپل يو ب يان كښې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې د قوم او هېواد په خاطر ځان قربانوونكي شهيدان به تل ياد ساتلې شي