د پېښور پشمول په ټوله خېبرپښټونخوا كښې د عاشورې ورځ ډېر په عقيدت او احترام ولمانځلې شوه

پېښور 19 اګست (اے پی پی) د پېښور پشمول په ټوله خېبرپښټونخوا كښې د عاشورې ورځ ډېر په عقيدت او احترام ولمانځلې شوه۔د پیښور ښار په بېلا بېلو سيمو كښې د اهل بيت په ياد او عقيدت كښې غونډې وشوې۔ذاكرينو په غونډو كښې په حضرت امام حسېن(رض)او د هغه په كورنۍ د شويو ظلمونو داستانونه اورولو سره ووئيل چې اهل بيت د اسلام عظمت لازوال كړې او ترقيامت يې مسلمانانو لپاره داسې سبق وركړې چې نن تاريخ اسلام د دې مثالونه وركوي۔په پېښور كښې د لسګونو په شمېر جلسونه برآمد شول۔په دې موقع د امنيت سخت انتظامات شوي وو۔ښځينه پوليسې هم د امنيت لپاره موجود وې۔په جلسونو كښې ماشومانو او مېرمنو هم حاضري وكړه۔د ټولو جلسونو په لارو د پيو٬شربت او يخ اوبو سبيلونه لګولې شوي وو او د خوراك او څښاك څيزونو پشمول لنګر هم تقسيم كړې شو