
لاهور 19 اګست (اے پی پی)د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او د مينځني ختيز خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي علما او مشائح سره يوځاې د امام بارګاه دوره وكړه۔د بېلا بېل مكاتب فكر علما او مشائح د امام بارګاه قصر زهره دوره وكړه او په مجلس كښې شريك شول۔په دې موقع د وزيراعظم خاص استازي ووئيل چې په هېواد كښې د مذهبونو ترمينځه همږۍ لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوو۔هند او د پاكستان دښمن قوتونه د محرم په مهال په پاكستان كښې فساد غوښتل كوم چې ناكام كړې شوي٬په بهاولنګر كښې بريد افسوس ناك او د غندنې وړ دے٬ټول علما او مشائح د دې غندنه كوي٬مجرمان به انجام ته رسولې شي۔د سلامتيا ادارې او پوليسو په سمدستي توګه اقدامات كړې دي۔ده ووئيل چې د پاكستان دښمن غواړي چې په هېواد كښې فسادات وشي خو شريك اتحاد سره دا ناكامه كول دي۔د 20 كلونو نه هندوستان په افغانستان خاوره د پاكستان په ضد كارولو سره په پاكستان كښې ترهه ګري كوله٬د افغان طالبانو لخوا د كابل امام بارګاه ته تلل او د ټولو مكاتب فكر د حقونو د حفاظت اعلان درست اقدام دے۔ده ووئيل چې د علما٬مشائح٬خطبا او د ذاكرينو مننه كوم چې دوي د پېغام پاكستان په ضابطه اخلاق عمل كړے٬د وزيراعظم عمران خان واضح هدايات دي چې د ټول مكاتب فكر د مقدساتو احترام دې باوري كړې شي چاته به هم د قانون د خلاف ورزۍ اجازه ورنه كړې شي