ماسكو سټي 19 اګست (اے پی پی)د روسيې مګ-29 جنګي الوتكه رالوېدو سره تباه شوې چې په نتيجه كښې يې يو پائېلوټ مړ شوې۔ د روسيې ابلاغ ذريعو له مخې د روسيې د دفاع وزارت لخوا جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي چې سنګل سيټر مګ- 29 جنګي الوتكه د روسيې په سوئېلي استراخان سيمه كښې رالوېدو سره تباه شوې چې په نتيجه كښې يې د الوتكې پائېلوټ مړ شوې۔ د ابتدائي پلټنو له مخې الوتكه په تربيتي پرواز وه او د الوتكې د ټېك آف سمدستي وروستو په دې كښې فني خرابي پېدا شوه