په فيصل آباد كښې د عاشورې ورځ په مذهبي عقيدت او احترام ولمانځلې شوه

فېصل آباد 19 اګست(اے پی پی) په فيصل آباد كښې د عاشورې ورځ په مذهبي عقيدت او احترام ولمانځلې شوه۔د لسم محرم مركزي جلوس د امام بارګاه جعفريه ټرسټ څخه سهار په اته بجې برآمد شو٬جلسونو لپاره د امنيت خاص انتظامات شوي وو۔د تعزيه٬عالم او زول جناح د ماتمي جلسونو څخه وړاندې ذاكرين او علمائے كرامو د اهلبېت مصائب بيان كړل۔په دې موقع د جلسونو په لارو كښې ځاې په ځاې د شربت او پيو سبيل او د نياز اهتمام شوې وو۔په دې موقع په فلسفه شهادت او د كربلا د شهيدانو په لازوال قربانو رڼا واچولې شوه