په افغانستان كښې په ځاې كړې شوې د هند پيرا ملټري اهلكار خپل هېواد ته ستانه شول

نوې ډېلۍ 18 اګست(اے پی پی) په افغانستان د طالبانو د كنټرول نه پس هلته په ځاې كړی شوي د هند پيرا ملټري انډو تبتین بارډر پوليس (آئي ټي بي پي) اهلكار بېرته خپل هېواد هند ته ستانه شوي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي چارواكو وئېلي دي چې د 99 آئي ټي بي پي كمانډوز د هند اترپرېش رياست لوني غازي آباد سره نزدې د هندي فضائيه په هند بيس كوز شول۔ دا كمانډوز به په ډېلي كښې انډو تبتین بارډر پوليس پوليس (آئي ټي بي پي)كېمپ كښې يوه اونۍ قرنطينه كښې تېروي۔ د (آئي ټي بي پي) وياند وويك كمار پانډے ووئيل چې دې سره په كابل كښې په سفارت خانه كښې او په افغانستان كښې په څلورو قونصل خانو كښې او سفارتكارو په حفاظت مامور زمونږ ټوله دسته بېرته راغلې ده۔ ده ووئيل چې كمانډوز د سفارتخانې عملے او نورو هندي وګړو سره بېرته راغلې۔(آئي ټي بي پي)په افغانستان كښې د امنيت لپاره 300 كمانډوز تعينات كړې وو. وړومبې فورس په نومبر 2002 كښې د كابل په سفارت خانه٬سفارتكارو او عملې امنيت لپاره تعينات كړے شوے و۔ د دې نه پس په جلال آباد٬قندهار٬مزار شريف او هرات كښې د هندي قونصل خانو حفاظت لپاره اضافي دستې لېږلې شوې وې۔ دا خبره د ذكر وړ ده چې هندي استخبارتي ايجنسو دا قونصل خانې په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ كاروائې كولو په خاطر ترهه ګرو ته د تربيې وركولو لپاره كارولې