برتانيې د 20 زره افغان كډوالو آبادولو اعلان وكړو

لندن 18 اګست(اے پی پی) برتانيې د 20 زره افغان كډوالو آبادولو اعلان كړے۔ د بي بي سي له مخې د برتانيې حكومت تېره ورځ لوظ كړے چې هغه به په برتانيه كښې 20 زره افغان كډوال آبادوي او په دې لړ كښې به په وړومبي كال كښې 5 زره افغان كډوال د آبادولو اهل وي چې پكښې به مېرمنو٬انجونو او اقليتي ډلو ته ترجيح وركولې شي۔ د برتانيې د كورنيو چارو سېكتر په خپل بيان كښې نورو هېوادونو ته وئېلي دي چې مونږ دا كار يوازې نه شو كولې٬په دې كښې د نورو هېوادونو د مرستې كولو ضرورت دې