ټوكيو 18 اګست(اے پی پی) د جاپان د اوكيناوا په روغتون كښې د كووډ كلسټر څخه 64 تنه مړه شوي دي۔ د جاپان خپرونې ادارې له مخې د اوكيناوا په يو روغتون كښې د كورونا وائرس اجتماعي صورت كښې خپرېدو له امله په مجموعي توګه 64 كسان مړه شوي۔ د اروما په نن روغتون كښې رنځوران او د عملې كسان د جولائي په مياشت كښې د وائرس ناوړه قسم ډېلټا څخه ځپلې كېدل پېل شوي۔انفيكشن په تندۍ سره خپور شوې او دې د تاريخ تر ټولو لويې كلسټر انفيكشن صورت اختيار كړے۔ روغتون كښې د داخل شويو 173 رنځورانو او د عملې 23 غړو ځپليو تراوسه تصديق شوے۔د روغتون چارواكو وئېلي دي چې تر 30 جولائي د 5 كسانو د مرګ تصديق شوے و او د مړو شويو شمېره كښې اضافه روانه ده۔