د بلوچستان اسمبلۍ ډپټي سپيكر د پخواني وزيرډاکټرعبد المالك کاسي په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

کوئټه 17اګست (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ ډپټي سپيكر سردار بابر خان موسيٰ خېل د صحت د پخواني وزير ډاکټرعبد المالك کاسي په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ ده ووئيل د ارواښاد سياسي او سماجي خدمات به تر ډېرې مودې ياد ساتلے شي