
پېښور17اګست (اے پي پي) مذهبي همغږۍ لپاره د وزيراعظم خاص استازي علامه طاهر اشرفي وئيلي دي پاكستان د امن علمبردار دے، دې منطقې په خاص توګه په افغانستان كښې امن لپاره پاكستان بلها قربانۍ وركړي او په دې لړ كښې به خپلې مثبتې او تعميري هڅې دوامدارې ساتي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده نهې په ورځ پېښور كښې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ علامه طاهر اشرفي د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل د افغانستان د موجوده صورتحال پحقله اړوندې ادارې په شريكه توګه يو بل سره په تماس كښې دي او په دې لړ كښې پاكستان نړيوالې ورورولۍ سره هم په تماس كښې دے او د ذكر شوو ادارو په مرسته د پاكستان موقف رامخې ته كېږي۔ علامه طاهر اشرفي ووئيل وزيراعظم په كال 2009 كښې د افغانستان او د دې منطقې د صورتحال پحقله چې د كوم دريځ څرګندونه كړې وه چې د مسئلې حل په خبرو اترو ممكن دے په جنګ جګړه كښې نه ٬ دا درېځ ټوله نړئ تسليموي۔ ده ووئيل په افغانستان كښې پاكستان امن لپاره د سهولت كار كردار ادا كړے چې نړۍ ئې معترف ده ٬ اوس دا د افغان مشرانو ذمه واري ده چې خپلې كورنۍ معاملې د سوله ايزو خبرو اترو او روغې جوړې د لارې مخ په وړاندې بوځي۔ ده ووئيل پاكستان په خپل عزم كلك ولاړ دے چې د پاكستان خاوره به د كوم بل هېواد په ضد نه كارېږي او پاكستان دا هم غواړي چې د بل كوم هېواد خاوره هم د پاكستان په ضد استعمال نشي۔ علامه طاهر اشرفي ووئيل د پاكستان دښمن عناصر د محرم په مهال بدامني رامخې ته كولو پسې وي٬ خو الحمداللهحكومتي ادارې د ټولو مسلكونو علماﺀ كرامو په مرسته د محرم الحرام په ورځو كښې مذهبي همغږي او امن برقرار ساتلو كښې كاميابه شوي