نئی دلی۔17اګست(اے پی پی) هند د هوائي پوځ يوې خصوصي الوتكې د لارې كابل نه خپله سفارتي عمله بېرته غوښتې ده ۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اروندم باګھچي د نهې په ورځ خپل يو ټويټ كښې وئيلي دي د افغانستان اوسنې ناوړه وضعیت تر مخه كابل كښې مېشته د هند سفير او عملې په سمدستي توګه افغانستان څخه د ويستلو پرېكړه شوې۔ د هند هوائي پوځ ګلوب ماسټر سي 17 الوتكه سهار د 130 نه زياتو مسافرو سره كابل نه روانه شوه۔ د هند سفير د خپلې عملې سره هم دغه الوتكه كښې ناست ؤ۔