منيلا 17 اګست(اے پی پی)د افغانستان څخه 35 فلپائني اوسېدونكي بېرته خپل هېواد ته رارسېدلي دي ۔د چين خبري اژانس ادارې له مخې د فلپائن خارجه محكمې وئېلي دي د افغانستان څخه 35 فلپائني د نهې په ورځ د فلپائن پايه تخت منيلا ته رسېدلي۔ خارجه محكمې په يو مختصر بيان كښې ووئيل د افغانستان څخه 35 فلپائني اوسېدونكي د ډي اېف اے چارټرډ الوتكې د لارې خپل هېواد ته رارسېدلي او نور 132 فلپائني د افغانستان څخه د وتلو په طمعه دي۔فلپائن د اتوار په ورځ خپل وګړي د افغاسنتان څخه ستنول پېل كړي چې كله طالبانو د هېواد كنټرول ترلاسه كړو۔تېر اتوار ډي اېف اے په هېواد كښې د امنيت غېر يقيني صورتحال په سبب د افغانستان لپاره الرټ ليول 4 جاري كړے ؤ