ټوكيو 17 اګست(اے پی پی)جاپان د افغانستان څخه خپله سفارتي عمله بللې ده ۔د چين خبري اژانس ادارې له مخې د جاپان خارجه وزارت د نهې په ورځ په خپل يو بيان كښې وئېلي دي جاپان په افغانستان كښې د طالبانو د كنټرول سنبهالولو نه پس په ممكنه توګه د امنيت خراب صورتحال په سبب په كابل كښې د خپلې سفارتخانې څخه ټول اهلكار بېرته رابللې دي۔جاپان په استنبول كښې د سفارتخانې هلې ځلې بحالولو لپاره يو عارضي دفتر جوړ كړے۔د وزارت له مخې تېره اتوار په كابل كښې د سفارتخانې بندېدو نه پس د جاپان سفارتخانې 12 عهديدار د دوست هېواد په پوځي الوتكه كښې دبئي ته رارسېدلې دي