د عوامي نېشنل پارټۍ صوبائي مجلس عامله غونډه به د اګست په 29مه نېټه كېږي

كوئټه 17 اګست(اے پی پی)د عوامي نېشنل پارټي د بلوچستان په اسمبلۍ كښې د پارليماني ليډر اصغر خان اچكزئي د عوامي نېشنل پارټۍ صوبائي مجلس عامله غونډه د اتوار په ورځ د اګست په 29مه نېټه لس بجې كوئټه كښې رابللې ده۔په غونډه كښې به د ټول بلوچستان څخه د صوبائي مجلس عامله غړي ګډون كوي۔د عوامي نېشنل پارټۍ د اطلاعات صوبائي سېكرټري بيان له مخې په غونډه كښې به په سياسي صورتحال٬تنظيمي چارو او موجوده حالاتو جاج اخستو تر څنګ د راتلونكي وخت تګلاره جوړولې شي