طالبانو ټولو دولتي ملازمانو لپاره د عمومي بخښنې اعلان وکړو

کابل۔17 اګست(اے پی پی) طالبانو د ټولو دولتي ملازمانو لپاره د عمومي بخښنې اعلان کړے. د فرانس خبري اژانس د طالبانو د یوې اعلامیې به اړه وئيلي دي ټولو دولتي چارواکو لپاره عمومي بخښنه اعلان شوې او دوی ته لارښوونه شوې چې کار ته ستانه شي او په بشپړه باور سره عادي ژوند پېل كړي۔ په دې مهال د افغان ابلاغ ذريعو له مخې په پلازمينه كابل كښې د ټرېفك پوليس اهلكارو د دوو ورځو دمې نه پس خپلې ذمه وارۍ بيا پېل كړي۔ دغسې يو لوي ټي وي چېنل هم خپلې خپرونې پېل كړې دي